Nuove regole sull’utilizzo della mascherina e del Green Pass (decreto del 17 marzo 2022):
د ماسک او ګرین پاس په اړه نوي مقررات )د ۱۷ مارچ ۲۰۲۲ فرمان);
دا مهم او نويم قررات دي چې د ۱ اپریل ۲۰۲۲ کال څخه به پلي شي۰
په یاد ولرئ چې د مارچ په ۳۱ به د کوویډ – ۱۹ بیړني حالت پای ته ورسیږي۰ (decreto del 17 marzo 2022)
ماسکونه
د اف اف پي ماسک کارول تر ۳۰ اپریل ۲۰۲۲ پورې په الندې ځایونو کې واجب دي:
– د ترانسپورت په وسایلو کې .
– په هغه ځایونو کې چیرې چې نندارې د خلکو لپاره خالصې وي.
په کاري ځای کې، به د تنفسي محافظت وسایلو اغوستل کافي وي، )ضروري نه ده چې د اف اف پي ۲ ماسکونه وکارول ش(۰
ګرین پاس د کارپه ځای کې
د اپریل له لومړۍ نیټې څخه ټول کارکوونکي کولی شي چې له ابتدایی ګرین پاس سره کاري ځایونو ته السرسی ومومي. چې
د می له لومړئ نیټې څخه،به الزمي نه وي۰
د ۲۰۲۲ کال د دسمبر تر ۳۱ پورې، واکسین د روغتیا مسلکونو،روغتونونو او نرسنګ ځایونو کې د کارمندانو لپاره الزمي
پاتې کیږي: هغه کارګران چې د دې مکلفیت سره موافق نه وي د کار څخه به وځنډول شي۰
ګرین پاس د دسمبر تر ۳۱ پورې، حتا د نرسنګ کورونو ، روغتونونو او روغتون وارډونو ته د لیدونکو لپاره اجباري دی، نور
ضروري ندی چې منفي تیست ولرئ، که چیرې تاسو له کووید څخه روغ یاست او ګرین پاس ولرئ۰
ښوونځی
د وړکتونونو ، ابتدايي او منځنیو ښوونځیو او ټولو ثانوي ښوونځیو لپاره:
لږ تر لږه د ۴ مثبتو قضیو په شتون کې به درسي فعالیتونه په نورمال ډول مخکې ځي۰
د هغو زده کونکو لپاره چې عمرونه یې له شپږو کلونو څخه زیات وي، دوی به د مثبت شخص سره د وروستي تماس څخه د ۱۰
ورځو لپاره د اف اف پي ۲ ماسک کاروي۰
د کوویډ انفیکشن لپاره په انزوا کې ټول زده کونکي به وکولی شي، چې د زده کړو فعالیت په فاصله کې تعقیب کړي
که چیرې طبي تصدیق ولري۰
ټولګي ته د راستنیدو لپاره، یو ګړندی یا منفي مالیکولر انټيجن ازموینه کافي ده۰
انزوا او قرنطین
د اپریل له لومړۍ نیټې څخه، هرڅوک چې پر کوویډ اخته یا مثبت شخص سره اړیکه لري باید نور ځان جال نکړي۰ له همدې امله
قرنطین لغوه شوی مګر د ځان نظارت شرط دی: تاسو کولی شئ یوازې د هغه څه لپاره بهر الړ شئ چې سخت اړین وي۰
که تاسو له مثبت شخص سره له تماس وروسته په ځان کې نښې نښانې وینئ، باید وروسته له ۵ ورځو تیسټ وکړۍ۰
انزوا او قرنطین د هغو کسانو لپاره اړین دي چې په کوویډ اخته یا مثبت دي: دوی باید تر منفي نتیجې پورې په کور کې پاتې
شي۰
نور خبرونه
د مارچ ۱۷ فرمان دا هم وایي:
– په مختلفو رنګونو ویشل شوي زونونو د سیسټم پای •
– د اپریل له ۱ څخه، د بهرني او داخلي سپورت اسانتیاوو ظرفیت ۱۰۰ ٪ته راستنیږي۰
464 Visite totali, 1 visite odierne