په پوله کې د چټکې ارزونې کړنلاره په پوله کې د نړیوال خوندیتوب (پناه) د غوښتنو د څېړلو یوه کړنلاره ده. دلته تاسو د غوښتنې د پړاوونو، د هغو مهلتونو چې باید مراعت یې کړئ، او د خپلو حقونو او مکلفیتونو په اړه معلومات موندلی شئ. د دې پړاوونو پېژندل مهم دي، څو پوه شئ چې څه باید وکړئ، ټاکل شوې ناستې له لاسه ورنه کړئ او مهلتونه مراعت کړئ.
پرلهپسې پوښتنې – په پوله کې د چټکې ارزونې کړنلاره
۳ پړاوونه:
۱. د نړیوال خوندیتوب د غوښتنې د وړاندې کولو د ارادې څرګندول
تاسو کولی شئ په هر وخت کې اعلان وکړئ چې غواړئ د نړیوال خوندیتوب غوښتنه وړاندې کړئ.
د ۲۰۲۶ کال د جون له ۱۲مې نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې پورې، د پولیسو ادارې (Questure) او د سرحدي پولیسو دفترونه د نړیوال خوندیتوب د غوښتنې د وړاندې کولو په اړه ستاسو د ارادې د څرګندونې د ترلاسه کولو صلاحیت لري.
۲. د غوښتنې ثبتول
له هغې ورځې څخه چې تاسو د نړیوال خوندیتوب د غوښتنې د وړاندې کولو خپله اراده اعلان کړې وي، د ۵ ورځو په موده کې باید ستاسو غوښتنه ثبت شي.
په دې پړاو کې به ستاسو بایومتریک معلومات (عکس او د ګوتو نښې) د یوروداک (Eurodac) په سیستم کې ثبت شي. تاسو ته به ستاسو په نوم یو سند درکړل شي چې پکې د هویت ځانګړی کوډ او د ثبت نېټه لیکل شوې وي.
۳. د غوښتنې رسمي کول
د ثبت له نېټې څخه د ۵ ورځو په موده کې باید ستاسو غوښتنه رسمي شي.
تاسو باید د نړیوال خوندیتوب د غوښتنې د ملاتړ لپاره ټول ګټور اسناد راټول کړئ، که یې لرئ.
د غوښتنې له رسمي کېدو وروسته به تاسو ته یو سند درکړل شي (پخوا د پناه غوښتنې لپاره د استوګنې کاغذي اجازهلیک ورکول کېده).
مهم معلومات
- د لومړنۍ ارزونې (سکریننګ) د پروسې په جریان کې، چې ستاسو له رسېدو سمدستي وروسته ترسره کېږي، مهمه ده چې خپلې ټولې روغتیايي اړتیاوې او ځانګړې اړتیاوې څرګندې کړئ، څو د زیانمنو کسانو لپاره له ټاکل شویو خوندیتوبونو څخه ګټه واخلئ (لکه امیندوارې مېرمنې، د انسان قاچاق قربانیان، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي قربانیان، د جسمي او/یا رواني معلولیت بېلابېل ډولونه او نور).
- د سرحدي پروسې د ټولې مودې لپاره، قانون تاسو داسې ګڼي چې لا مو د ایټالیا خاورې ته د ننوتلو اجازه نه ده ترلاسه کړې. تاسو اجازه نه لرئ له هغې ټاکل شوې سیمې څخه ووځئ چې ستاسو د منلو او استوګنې لپاره ټاکل شوې ده (له قانوني پلوه داسې فرض کېږي چې تاسو لا هېواد ته نه یاست داخل شوي).
- د دې پروسې په موده کې به تاسو ته اجازه درکړل شي چې په هغه د منلو مرکز کې استوګنه وکړئ چې تاسو ورته ټاکل شوي یاست. په دې اړه به تاسو د پریفکت (Prefetto) پرېکړه ترلاسه کړئ، چې پکې به ستاسو مکلفیتونه او مسؤلیتونه څرګند شوي وي. په هر حالت کې، تاسو باید د مرکز اصول او مقررات مراعت کړئ.
- په ځینو مواردو کې، د دې پروسې په موده کې کېدای شي تاسو په یوه سرحدي سیمه یا د اداري توقیف لپاره په ځانګړي مرکز کې په توقیف کې وساتل شئ.
- سرحدي پروسه د غوښتنې د ثبت له نېټې څخه تر ټولو زیات ۱۲ اوونۍ دوام کولی شي.
- په دې ۱۲ اوونیو کې دا شامل دي: د غوښتنې رسمي کول، مرکه او د سیمهییز کمېسیون پرېکړه؛ همدارنګه احتمالي اپیل، د قضیې د اصل په اړه پرېکړه او د پرېکړې د عملي کېدو د ځنډولو د غوښتنې په اړه پرېکړه.
- که سرحدي پروسه د ۱۲ اوونیو په موده کې پای ته ونه رسېږي، نو ستاسو غوښتنه به د عادي پروسې له مخې وڅېړل شي او د ایټالیا خاورې ته د داخلېدو حق به ولرئ.
- که غواړئ د سیمهییز کمېسیون د پرېکړې پر ضد اپیل وړاندې کړئ، باید دا کار د پرېکړې د خبرتیا له ترلاسه کولو وروسته د ۵ ورځو په موده کې ترسره کړئ. اپیل په خپله د هغې پرېکړې عملي کېدل نه ځنډوي چې تاسو یې پر ضد اعتراض کړی دی. نو که تاسو منفي ځواب ترلاسه کړی وي او اپیل وړاندې کوئ، ستاسو وکیل باید د منفي پرېکړې د عملي کېدو د ځنډولو غوښتنه هم وکړي؛ که نه، کېدای شي بیا هم تاسو خپل هېواد ته بېرته ولېږل شئ.
- د بېرته ستنولو (خپل هېواد ته د لېږلو) پروسه باید د ۱۲ اوونیو په موده کې ترسره شي. دا موده د سیمهییز کمېسیون د منفي پرېکړې د خبرتیا یا د محکمې له خوا د اپیل د نه منلو د خبرتیا د ترلاسه کولو له نېټې څخه پیلېږي.
- که د بېرته ستنولو پروسه په ۱۲ اوونیو کې ترسره نه شي، تاسو ته به د اخراج حکم صادر شي.





